تازه خبرونه

طالبان کولی شي کابل په ۹۰ ورځو کې ونیسي – د امریکا استخبارات

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۴۰۰)

د امریکا یوه دفاعي چارواکي د دې هېواد د استخباراتو د څرګندونو له مخې ویلي، چې طالب جنګیالي کولی شي په ۳۰ ورځو کې د افغانستان پلازمېنه بېله او ممکن په ۹۰ ورځو کې یې ونیسي.

دغه چارواکي د چارشنبه پر ورځ له رویټرز سره د نوم د نه ښودلو پر شرط ویلي؛ نوې ارزونه ښیي، چې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې او د طالبانو چټکو لاسته راوړنو کابل له دې برخلک سره مخ کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی؛ خو دا کومه پرېکنده پایله نده او افغان امنیتي ځواکونه کولی شي د ډیر مقاومت له کولو سره د دغه حرکت مخه ونیسي.

د اروپایي اتحادیې یوه لوړ پوړي چارواکي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې طالبانو اوس د افغانستان پر ۶۵ سلنه خاوره څارنه لري او د ۱۱ ولایتونو مرکزونه یې نیولي او یا یې ګواښلي دي.

رویټرز راپور ورکړی؛ د بدخشان په شمال ختیځ ولایت کې فیض آباد د چارشنبې پر ورځ د اتم ولایت مرکز شو، چې د طالبانو لخوا ونیول شو.

Trending

Exit mobile version