تازه خبرونه

طالبانو خپلو جګړو ته د مشروعیت لپاره سلګونه عالمان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د تازه رپوت له مخې؛ طالبانو خپلو جګړو ته د مشروعیت لپاره په سلګونه عالمان وژلي دي.

په دې رپوت کې راغلي؛ د دې لپاره، چې علما د دوی کړنې غندي، نو طالبان یې وژنې.

یو شمیر دیني عالمان وایي، که د حق په لار کې وژل کیږي پروایې نلري.

دیني عالم شمس الرحمن فروتن وایي، که څه هم د حکومت له لوري زمونږ امنیت ته پاملرنه نه کیږي؛ خو مونږ حق څرګندوو که پرې مړه هم شو.

د کورنیو چارو وزارت وایي؛ هڅه کوو، چې د دیني عالمانو امنیت وساتو.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي،  کورنیو چارو وزارت د دیني علماوو خوندیتوب ته ژمن دی. که دیني علما د ځان ساتنې لپاره غوښتنه وکړي، مونږ به یې د ساتنې لپاره ساتونکي وګومارو.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې یو تن دیني عالم د پروان ولایت په جومات کې د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.

Trending

Exit mobile version