تازه خبرونه

طالبانو د مسکو په ناسته کې د لس کسیز پلاوي ګډون اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو په ډاګه کړې، چې د مسکو د سې شنبې په ناسته کې د عباس ستانکزي په ګډون د دوی لس کسیز پلاوي هم ګډون کوي.

طالبانو د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۵/ د فبرورۍ ۴) په خپل یو تویت کې څرګنده کړې، چې ټاکل شوې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی لس کسیز پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته به د افغانستان پر سوله، له نورو ډلو سره د خنډونو پر لیرې کولو او د افغانستان په اړه د دریځونو پر څرګندولو راوڅرخي.

دغه راز په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې به له افغان حکومت سره پر خبروکولو هیڅ راز بحث ونشي.   

دا په داسې حال کې ده، چې اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله نن د هېواد د رسنیو له مدیرانو سره په ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې د سولې په اړه ستر خنډ د طالبانو ځانګړی دریځ دی.     

د نوموړي په باور، طالبانو پرته له اسلامي امارته کومه بله طرحه نده منلې.

ټاکل شوې، چې د مسکو ناسته به د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۶ / د فبرورۍ ۵) په  مسکو کې تر سره شي.

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو لومړنۍ ناست درې میاشتې مخکې د روسیې په کوربتوب تر سره شوې وه؛ خو دا ځل روسیه غواړي دې ناستې ته یوازې زمینه برابره کړي او د حکومت اړوند مشران په کې برخه نلري.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې به، چې د مسکو افغان ټولنې رابللې؛ د حامد کرزی، محمد حنیف اتمر، یونس قانونی، عطا محمد نور، اسماعیل خان، محمد محقق، سید حامد گیلانی، ذبیح الله مجددی، حکمت کرزي او عبدالسلام ضعیف په ګډون د سیمې هېوادونو یو شمېر استازي هم ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version