بلخ @ps
طالبانو د بادغیس ولایت په موریچاق سیمه کې لسګونه سرتېري نیولي
د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي ویلي، چې طالبانو د پرلپسې نښتو په پای کې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ موریچاق سیمه ونیوله.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د څو ورځنیو نښتو په پای کې د امنیتي ځواکونو ۵۰ سرتېري د طالبانو لخوا ونیول شول.
هغه زیاتوي؛ پاتې نور ۱۰۰ سرتېري، چې له پولې ترکمنستان ته وراوښتي او حالت یې د اندېښنې وړ دی.
د نوموړي په اند، که مرستندوي ځواکونه سیمې ته راونه رسیږي پاتې ټول سرتېري به د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې يې له تېرو ۴۸ ساعتو راپدیخوا څو امنیتي پوستې نیولې دي.
د طالبانو دا هم ویلي، چې د اړوند پوستو د نیولو په بهیر کې ۷۲ پولیس سرتېري اسیران شوي دي.
بادغیس ولایت د شمال لویدیځو ولایتونو څخه یو امنه ولایت دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.