تازه خبرونه

طالبان د پاکستانیو جنرالانو خبرې ګردانوي- فضل الهادي مسلمیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رييس وايي؛ د پاکستان زیاتره پانګوال جنرالان دي، چې د افغانستان په جګړه کې یې پانګونه کړې؛ ځکه، نو طالبان د پاکستانیو جنرالانو خبرې ګردانوي.

په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړښت په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته د افغانستان د مشرانو جرګې غړیو په یوه ناسته کې تند غبرګون ښودلی دی.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وايي؛ امریکا ته په کار ده، چې د سولې په خبرو کې د افغانانو هغه سرښندنې له پامه ونه غورزوي، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې څرګندې کړې دي.

د هغه په باور؛ په ټولو پرېکړو کې باید افغانستان په پام کې ونیول شي او اجیرانو ته اجازه ورنکړ شي، چې د ملت پر برخلیک لوبې وکړي.

ښاغلی مسلمیار زیاتوي، چې د سولې په خبرو کې اصلي محور باید افغان دولت او افغانان وي، چې تلپاتې سولې ته ورسیږو.

مشرانو جرګې د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې په ډاګه کړې، چې لنډمهالی حکومت د افغانانو په زیان دی.

په پرېکړه لیک کې راغلي، چې پاکستان به هیڅ وخت هم په افغانستان کې خپلو موخو ته ونه رسیږي. خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version