بلخ @ps
طالبانو د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ برید کړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
وسلوالو طالبانو د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالې پر مرکز برید کړی دی.
د امام صاحب ولسوال سمیع الله قریشي وایي، دا برید نن سهار پیل شوی او اوس هم د ولسوالی د مرکز په یو نیم کیلومتری کی جګړه روانه ده.
نوموړي په ډاګه کړې، چې تر دې دمه امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د کندوز پر ښار هم ۹ توغندي توغول شوي دي.
د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري وایي؛ دا توغندی د چهار درې له ولسوالې توغول شوي، چې د ولایت، امنیی قومندانې او ښاروالۍ ودانیو ته نږدي لګیدلي او څلور کسه په کې ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.