تازه خبرونه

طالبان د جګړې له لارې د امتیاز غوښتنې هڅې کوي- لوی درستیز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز ویلي، طالبان د جګړې له لارې غواړي د سولې په بهیر کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي؛ خو د دغې کړنې په وړاندې به امنیتي ځواکونه ودریږي او دا ډله به وځپل شي.

که د سولې په اړه له یوې خوا هڅې روانې دي؛ نو له بلې خوا د هېواد بېلابېلې سیمې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو د جګړو ډګرونه دي. هغه جګړې، چې د لوی درستیز په خبره د سولې په خبرو کې د نورو امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره طالبانو پیل کړې دي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز بسم الله وزیری وایي؛ دښمن د دې لپاره، چې د سولې په خبرو کې امتیاز تر لاسه کړي؛ چاودنې او بریدونه تر سره کوي. امنیتي ځواکونه د ساتنې او ژغورنې لپاره همغږي لري او هره دله، چې د امنیت خرابولو هڅه وکړي له غاښ ماتوونکي غبرګون سره به مخ شي.       

په هېواد کې د جګړو له پراختیا سره هممهاله ۳۵۸ پوځي افسران د جنګي زدکړو له تر لاسه کولو وروسته د جګړو ډګرونو ته د وردننه کیدو چمتووالی نیسي.

د مارشال محمد قیسم فهیم د پوځي پوهنتون قومندان احسان الله عظیم وایي؛ تاسې د خپلو تجربو له مخې کولی شئ، چې له خپل ځمکني بشپړتیا، ملي ارزښتونو، بسیاینې، د خلکو له سرو مال، سولې، امنیت او ثبات ساتنه وکړئ.          

د پوځي افسرانو د روزنې اکادمۍ جګپوړی سلاکار جنرال آدمس وایي، چې اوس افغانستان تر هر څه زیات یوه پیاوړي او مسلکي پوځ ته اړتیا لري؛ تمرینات به تاسې جوګه کړي، چې د افغانستان د راتلوونکي امنیت په اړه ګټورې هڅې تر سره کړئ.

د پوځ څلیریشت کلنه افسره شیلا یوه له هغو افسرانو ده، چې د دې اکادمۍ د فراغت په څوارلسم پړاو کې یې د فراغت سند تر لاسه کړ.

هغې څرګنده کړې، چې په افغان ټولنه کې له شته ننګونو سره– سره پوځي مینې وهڅوله، چې څرنګه د ترهګرو په وړاندې ودریږي.

هغه وایي؛ د هېواد دښمنان دې هڅه نه کوي، چې زمونږ خلک بدبخته کړي. مونږ یې مخه نیسو او پر وړاندې یې دریږو.

دا پوځیان په داسې حال کې د جګړې ډګرونو ته ځي، چې د سولې خبرې روانې دي؛ خو دوی چمتو دي، چې څرنګه د ترهګرو د بریدونو په وړاندې ودریږي.

خبربال: خالد نیکزاد

Trending

Exit mobile version