تازه خبرونه
طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب پر هڅو بندیز لګولی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
طالبانو د پنجشنبې پر ورځ( د وري ۲۲) په يوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې یو شمېر نړیوالې ټولنې د امنیتي حالاتو له کبله خپلې هڅې سمې نشي تر سره کولی.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ د دوی د پوځي چارو کمیسیون پرېکړه کړې، چې په ټول هېواد کې د دواړو ادارو پر فعالیتونو بندیز ولګوي او له دې وروسته به د دې ادارو د کار کوونکیو د امنیت تضمین هم نه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د واکسیناسیون د کمپاین په اړه شکونه رامنځته شوي او یادې ټولنې پخپلو هغو ژمنو هم ندي ولاړې، چې د خپلو فعالیتونو په اړه یې له طالبانو سره کړې وې.
د افغانستان حکومت او اړوند ادارو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.