تازه خبرونه
طالبانو فتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل
طالبانو ویلي، په فتح نومو عملیاتو کې بریدونه پر ښارونو او د ولایتونو پر مرکزونو ور ټول دي؛ خو ملي دفاع وزارت وایي، د خالد عملیاتو له لارې غواړي، چې د طالبانو فتح نومي عملیاتو موخې له خاورو سره خاورې کړي.
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال یاسین ضیا وایي، امنیتي ځواکونه پوره همغږي لري او د دښمن هڅې به شنډې کړي. دولتي ځواکونه سږکال له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته راغلي دي.
طالبانو د اته نویم کال په پیل کې وکړای شول، چې د څو ولسوالیو ځینې سیمې لاندې کړي او جګړه هم چټکه وساتي؛ خو دولتي ځواکونو د ناتو ځواکونو پر ملاتړ د طالبانو د پراخو بریدونو ځواب ورکړی دی.
د ناتو پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان ډاډ ورکوي، چې په جګړه کې به د دولتي ځواکونو تر څنګ ودریږي او د سولې خبرو اترو لپاره به د زمینې برابرولو هڅې هم روانې وساتي.
په افغانستان کې د ناتو پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر وایي؛ زه د ناتو ځواکونو د قومندان په توګه د سولې راوستو ته ژمن یم او له افغان ځواکونو پراخ ملاتړ کوو. یوه موضوع، چې هره ورځ مونږ ته را رسیږي هغه د ملکي افرادو تلفات دي؛ څه، چې غواړم ووایم دا دي، چې د ملکي تلفاتو مخنیوی اړین دی.
د ناتو د روزنیزې څانګې مسوول سلویتر انگلیاتو وایي؛ مونږ نن دلته، ځکه حضور لرو، چې وښیو تر کومه بریده د ناتو پرېکنده ملاتړ ماموریت په افغانستان کې سولې او د دې هېواد خلکو ته ژمن دی. مونږ له افغان ځواکونو ملاتړ کوو او هغوی د دې ملاتړ ارزښت لري.
دا مهال د هېواد په څه باندې لس ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، په ځانګړي توګه په بادغیس، بدخشان او سرپل کې؛ کومه جګړه، چې ویل کیږي دواړه لوري غواړي لدې لارې د سولې معادلې پایله د ځان په ګټه راوڅرخوي.
په فراه کې د ملي اردو د دوه یمې لوا قومندان ذکریا میرزاده وایي، چې وسلوالو مخالفانو ته زمونږ پیغام دادي، چې یا دې د سولې له بهیر سره یوځای شي یا به یې ځالو ته ورشو او د امنیت خرابولو اجازه به ورنکړو.
د یادونې ده، چې طالبان د فتح او دولت د خالد عملیاتو له لارې غواړي سږ کال ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.