تازه خبرونه
طالبان اوس هم د سولې( اصلي خنډ) دی ـ عبدالله عبدالله
د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، د افغانستان د سولې بهیر، ټاکنو او پانګونې بحث او خبرې کړې دي.
په خبرپاڼې کې راغلي؛ د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ترکیې لپاره هم بشپړ اهمیت لري.
ښاغلي اردوغان د ځوان پارلمان د کار پیلول وستایل او دا یې په افغانستان کې د ولسواکۍ پر لوري ټینګ پورته شوی ګام ونوماوه.
نوموړی د افغانستان له خلکو او حکومت سره د همکاریو پر غزولو ټینګار کوی او وایي، چې ترکیه د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړه ده او خپلې مرستې به هم روانې ساتو.
ښاغلی اردوغان دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا غوښتونکی شو او وایي، چې ترکي شرکتونو په افغانستان کې پانګونه کړې او دا بهیر اوس هم روان دی. هیله من یم، چې د افغانستان حکومت دغو شرکتونو ته نه یوازې آسانتیاوې برابرې کړي، بلکې ورسره همکاري هم وکړي. مونږ چمتو یو، چې د افغانستان د اړتیاوو له مخې پانګونه وکړو او خپل صادرات او واردات تنظیم کړو.
د اجرائیه ریاست په څرګندونو کې راغلي، چې ترکیه په افغانستان کې د سولې په اړه له روانو هڅو ملاتړ کوي او په دې اړه یې پر مسوولانه پرېکړو ټینګار کړی دی.
ښاغلي عبدالله عبدالله د افغانستان له (آزادو او باوري) ټاکنو ملاتړ وکړ او هغه د سیمې د سولې او ثبات لپاره هم ګټورې بولي.
دغه راز اجرائیه رییس د افغانستان او ترکیې اړیکې له دوستانه، تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ډکې بولي او دغه هېواد یې خپل ستراتیژیک متحد ونوماوه.
عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ترکیې سوله ییزې هڅې وستایلې او څرګندوي، چې اوس هم سولې ته د افغانانو د رسیدو(اصلي خنډ) طالبان دي.
هغه د سولې په اړه د امریکا او طالبانو د خبرو له پیل شویو هڅو یادونه کړې او وایي، چې حکومت او خلک عادلانه سولې ته ژمن دي؛ خو طالبان له حکومت او خلکو سره خپلمنځي خبرو ته چمتووالی نلري.
د یادونې ده، چې دواړو خواوو په سوداګریزو اړیکو کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو او په اړینو برخو کې پانګونې ته د زمینې پر برابرولو دوه اړخیز ټینګار کړی دی.