تازه خبرونه

طالبان دې د مبارکې روژې په پار له جګړې لاس واخلي-اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر اشرف غني د مبارکې روژې په اړه په یوه ویدیويي پیغام کې ویلي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې د حکومت د لارې نقشه جوړه کړې؛ طالبان باید د جرګې پرېکړې ته درناوی وکړي او د دغې مبارکې میاشتې په پار دې له جګړې لاس واخلي.

دوشنبه( د غویي ۱۶/ د رمضان لومړۍ) د نړۍ په زیاترو اسلامي هیوادونو کې روژه ده او په ځينو نورو کې بیا د سې شنبې پر ورځ روژه پیلیږي.

دلته په افغانستان کې ولسمشر اشرف غني د مبارکې روژې په اړه په خپل یوه پیغام کې له وسلوالو طالبانو غوښتي، چې سولې ته غاړه کیدي او له جګړې لاس واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: مبارکه روژه د سولې او پخلاینې میاشت ده. زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم، چې دې مبارکې میاشتې ته درناوی وکړي او د افغانستان د خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته، چې د سولې مشورتي جرګې پرېکړه ده لبیک ووایي.

ولسمشر غني وايي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې د سولې لپاره د سیاست مهمې کرښې روښانه کړي دي او دولت یې د عملي کولو لپاره کوښښ کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره له دولت او طالبانو دواړو غوښتي، چې د مبارکې روژې په درناوي اوربند وکړي او سولې ته سره کښیني.

په کابل کې یو شمېر سفیرانو هم د روژې مبارکې په اړه د  اعلامیو په خپرولو سره د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې سولې ته غاړه کیدي.

په کابل د امریکا سفیر جان بس وایي؛ زه په سفارت کې د ټولو همکارانو په استازیتوب ټولو افغانانو او خپلو همکارانو ته د مبارکې روژې د را رسیدو مبارکې وایم. روژه د عبادت او سخا میاشت ده او مونږ هیله لرو، چې په دغه میاشت کې د سولې لپاره ګامونه پورته شي.

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی نیکولاس کي وایي: هیله لرم، چې افغانان به روژه له وژنو او تاوتریخوالي پرته په سوله کې تېره کړي. افغانان سولې ته تږي او ناتو د افغانانو د دغې غوښتنې ملاتړ کوي.

لدې مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې له طالبانو او حکومت وغوښتل ، چې اوربند وکړي او د سولې خبرې پیل او بندیان تبادله کړي.

وسلوالو طالبانو د جرګې غوښتنې رد کړې او دا یې یوه نمایشي جرګه وبلله.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version