تازه خبرونه

طالبان سولې ته ژمن دي- ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سیاسیونو د پلاوي مشر پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر د مسکو په کوربتوب د افغانستان او روسیې د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په لمنځغونډه ګډون وکړ.

د مسکو په کوربتوب دغه ناسته د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۷/ د می ۲۸) د کابل پر وخت له غرمې وروسته پیل شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر په یوه لنډه وینا کې، چې د لومړي ځل لپاره یې د رسنیو په وړاندې خبرې کولې؛ وویل: طالبان سولې ته ژمن دي؛ خو لومړی باید نیواک، چې د سولې په وړاندې اصلي خنډ دی، پای ته ورسیږي.

ورپسې د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو په اړه د طالبانو دریځ د پلاوي غړي متقي وړاندې کړ.

 د حامد کرزي په مشرۍ سیاسي څېرو د جګړې ښکېلو خواوو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه. دوی له طالبانو غواړي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره له افغان حکومت او خلکو سره یو موټی شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، د حکومت اجرائیوي ریاست مرستیال محمد محقق، د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو پخواني مرستیال حکمت کرزي، د حزب جنبش اسلامي مرستيال عبدالله قرلق او يو شمېر نورو سياستوالو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي؛ روسیه قانع شوې، چې په افغانستان کې جګړه پوځي حل لار نلري. یوازې کولی شو په سیاسي او دیپلوماتیکو لارو سوله راولو. مونږ له افغانستان څخه د ټولو بهرنیوځواکونو د وتلو ملاتړ کوو او له ټولو ګوندونو او سیاسیونو هم غواړو، چې په بیړه خبرې پیل کړي.

ټاکل شوې، چې افغان پلاوی به له طالب پلاوي سره د چهارشنبی پر ورځ( د غبرګولي ۸) په مسکو کې د افغانستان د سولی او پخلاینې په اړه خبرې اترې وکړي او

او تمه ده، چې دواړه لوري د ناستې پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

دیادونې ده، چې په مسکو کې د افغانستان سفیر د خپل حکومت په استازیتوب په دې ناسته کې ګډون وکړ او دغې ناستې ته یې د بهرنیو چارو وزارت پیغام هم وړاندې کړ.

Trending

Exit mobile version