تازه خبرونه
طالبان واک او اسلامي امارت غواړي – رحمت الله نبیل
د سولي خبرو په پنځ(اوج) کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل یوې ناستې ته خبرداری ورکړ، چې طالبان واک ته رسیدل غواړي او په وینا یي حکومت باید ونه غولیږي.
نوموړی له طالبانو سره د خلیلزاد او سیاسیونو ناستې تېروتنه بولي، چې په وینا یې دې ډلې ته مشروعیت ورکول دي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وایي، چې طالب ټول واک ته په تمه دی او اسلامي امارت غواړي او بیا یو شمېر عناصر د تکنوکراتانو په نوم له حکومته برخمن کړي. هغو نه ټاکنې غواړي او نه دیموکراسي. مونږ باید ځان ونه غولوو! د حل یوازنۍ لار اجماع ده.
په حکومت کې وروستی ادلون بدلون، په ټاکنیزو کمیسیونو کې لاس وهنې، د ټاکنیزو دفترونو جوړیدل او د ځینو حکومتي چارواکو نارسمي سفرونه د ښاغلي نبیل نورې اندېښنې دي، چې په خبره یې حکومت غواړې لد ې سره ټاکنې پخپله خوښه تنظیم او راوڅرخوي.
د نوموړي په خبره؛ دغه وضعیت نور د منلو ندی.
د ګډون او بدلون ټاکنیزه ډله د جنرال عبدالرازق په یاد غونډه کې له حکومته وغوښتل، چې سولې ته د رسیدو په برخه کې باید پیاوړی دریځ خپل کړي.
د ولسمشرۍ ځینې نور نوماندان ټینګارکوي، چې حکومت باید د سولي په بهیر کې واضع دریځ ولري.
د ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند شیدا محمد ابدالي وایي: په افغانستان کې دننه باید له داسې یو ځواکمن دریځه خبرې وشي، چې د افغانستان خلک یې غواړي.
دغو ټولو اندېښنو ته په کتو خلک اوس هما هیله مند دي، چې په هېواد کې د روانې جګړې اور به د نړۍ د هېوادونو پر رښتینو هڅو مړ شي.