تازه خبرونه
طالبان د سولې په بهیر کې خپلواکه تصمیم نه شي نیولای- حمدالله محب
د تېرکال خلاف طالبانو یوازې د اختر په ورځو کې هم د اوربند اعلان ونه کړ؛ د جګړې دوام او له حکومت سره بین الافغاني مذاکرې ته هم نه ویلو د ملي امنیت شورا اندېښنه راپارولې او خواشیني ښیي. د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وايي، طالبان د سولې په بین الافغاني بهیر کې خپلواک تصمیم نه شي نیولی.
ښاغلي حمدالله محب ټینګار کړی، چې پر جګړه د طالبانو ټینګار له خلکو سره دښمني او د بیګانه وو خدمت دی.
هغه زیاتوي؛ تلپاتې سوله یوازې بین الافغاني مذاکرې ته د دې ډلې حاضریدل دي.
د یو شمېر سرچینو په وینا؛ په پام کې ده له اختر وروسته د زلمي خلیلزاد د سفر په لړ کې اړینې خبرې وشي.
سیاسي هڅاند نظرمحمد مطمین وایي؛ په پام کې ده، چې له اختر وروسته د امریکا او طالبانو د خبرو اووم پړاو په دوحه کي پيل او داځل دواړه لوري له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او د ترهګرۍ ضد تضمین په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.
طالبان له حکومت سره د مذاکرې هوډ نلري؛ خو له امریکا سره په دوحه کې د خبرو اووم پړاو ته چمتو والی لري.
د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند احمدولي مسعود د مذاکرې له دې بڼې سره، چې خلیلزاد یی مخکې وړي مخالف دي؛ ځکه د ده په وینا خبرې د تړلو دروازو ترشا د افغانستان د استازیو له حضور پرته کیږي او دا نشي کولی د افغانستان لانجه حل کړي.
زلمي خلیلزاد ویلي تراوسه د سولې په برخه کې پرمختګونه شوي؛ خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د ترهګرۍ ضد تضمینونو په اړه هوکړه له اوربند او بین الافغاني مذاکرې سره د طالبانو له موافقې سره تړلې ده.