تازه خبرونه
طالبانو په غزني کې له څلور تښتول شویو عامو وګړیو یو وژلی دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د غزني ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه څلور کسان وسلوالو طالبانو له یادې درې تښتولي دي.
نوموړی زیاتوي؛ وژل شوی عام وګړی علی جاوید نومی محصل و، چې د وسلوالو طالبانو لخوا په یاده سیمه کې له موتره کښته کړای شوی او بیا یې وژلی دی؛ خو د درې نورو وګړیو په اړه بشپړ معلومات نشته.
دغه راز د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت هم له څلور تښتول شویو ملکي وګړیو څخه د یوه وژنه تائیدوي.
وسلوالو طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.