تازه خبرونه

طالبان د اوږدمهاله جگړې له واک و ځواک برخمن دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان په رسمي راديو تلویزيون کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ویلي، د افغانستان کړکېچ  يوازې د خبرو اترو له لارې اواریدی شي؛ ځکه، چې طالبان د اوږدمهالې جگړې له ځواکمنۍ برخمن دي.

نوموړي د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي؛ د تېرو شپاړس کلونو د تجربې له مخې، له ۱۴۰ زره ډېرو بهرنيو پوځيانو طالبانو ته ماته ور نه کړای شوه، له دې وروسته يې په دومره لږ شمېر کې هم نه شي ورکولی.

هغه دا هم ویلي، چې د ۲۰۱۵ کال له پيله په جګړه کې د طالبانو پرمختگ ډېر شوی او اوسمهال د افغانستان په سلو کې له څلوېښت ډېره خاوره د طالبانو تر واک او ځواک لاندې ده.

پر سرتاج عزيز سربېره د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سیگار» د څرګندونو له مخې؛ افغان حکومت يوازې پر ۵۷ سلنه خاوره واکمن دی او پاتې نورې سيمې له طالبانو يا نورو مخالفینو سره دي.

په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو مشر قومندان جنرال جان نيکلسون او افغان حکومت وايي، چې طالبان د پاکستان او ځينو نورو گاونډ هېوادونو په مرسته افغانستان کې فعاليتونه کوي.

افغان حکومت وایي، چې پاکستان طالب مشرانو او نورو مخالفينو ته خوندي مرکزونه او خوندي پټنځي ورکړي او له هغه ځايه په افغانستان کې بريدونه او چاودنې پلانوي.

تېره ورځ ولسمشر غني وويل، چې واک ته له رسیدو راهيسې يې، چې د سولې هڅې پيل کړي، چا يې مرسته نه ده کړې او نه يې هم د سولې غزېدلی لاس چا نيولی دی.

پاکستان د ملي وحدت حکومت دا تورونه ردوي او وايي، چې تل يې د افغانستان د سولې په برخه کې پراخې هڅې کړي دي او پاکستانیو پوځيانو په قبایلي سيمو کې د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو پر ضد ضرب عضب پوځي عمليات کړي، د وسلوالو مرکزونه او روزنځايونه يې نړولي؛ خو ځينې افغان چارواکي او کارپوهان تور پورې کوي، چې پاکستان يوازې د هغو وسلوالو پر ضد عملیات کوي، چې د پاکستان پر ضد وي.

سرتاج عزيز دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اوونۍ د کانگریس د پوځي خدمتونو جرگه‌گۍ مشر سناتور جان مککين په مشرۍ ۵ کسيز پلاوي اسلام آباد او کابل کې له پاکستانیو او افغان چارواکو سره د سولې پر خبرو سربېره د مخالفينو پر ضد د گډو عملياتو غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version