بلخ @ps
طالبانو د کندوز پر ښار له څلور خواوو برید کړی
په کندوز کې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترخې تجربې بیا تکرار شوې؛ د شنبې پر سهار( د وږي ۹) شاوخوا یوه بجه سلګونه وسلوالو طالبانو پر کندوز ښار له چرخ آب، شینواري پوستې، زاخېل، قهوه خانې، چاردرې او سه درک سړکونو له لوریو بریدونه پیل کړل، چې په کې ان د ښار ملکي روغتون، ځینې امنیتي پوستې او د زرخرید، سه درک، زاخېل، کابل بندر او بالاحصار شاوخوا سیمې ونیول شوې.
ویل کیږي، چې د جګړې کرښه کندوز ښار ته رسیدلې؛ تصویریونه ښیي، چې خلکو خپلو کورونو ته پناه وړې او په ښار کې هټۍ یو مخ تړل شوې دي.
پوځیان ډاډ ورکوي، چې د ښار واګي له دولت سره دي او کافي ځواکونه کندوز ته رسیدلي، چې د وسلوالو طالبانو بریدونه شنډ کړي.
د کندوز د پولیسو قومندان منظور ستانکزي ويلي، د ځانګړیو ځواکونو تر څنګ مرستندوی قوتونه هم کندوز ته رسیدلي دي.
د یو سرتېري د څرګندونو له مخې؛ د کندوز په چوک کې د دولتي ځواکونو حضور ډېر پراخ دی او د دې لپاره ګمارل شوي، چې دا ښار بیا د وسلوالو تر کنترول لاندې رانشي.
په انځورونو کې مخامخ او کوڅه پر کوڅه جګړې ښودل کیږي؛ امنیتي ځواکونه د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ د وسلوالو مخالفانو پر سنګرونو هوایي بریدونه هم کوي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې امنیتي ځواکونو طالبان له شاتګ سره مخ کړي او د افغان ځواکونو لومړیتوب د عامو خلکو د ژوند خوندیتوب دی.
د صدیقي د څرګندونو له مخې؛ طالب جنګیاليو د خلکو کورونو ته پنا وړې ده.
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د پولیسو ۳۳۳ ځانګړې قطعه کندوز ولایت ته رسیدلې او د ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات روان دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پل شینواري، کله ګاو، قهوه خانې او زاخېلو په سیمو کې پر طالبانو هوایي بریدونه شوي او لږ تر لږه ۲۶ جنګیالي وژل شوي دي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي؛ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر په ګډون سرپرست دفاع وزیر سترجنرال اسدالله خالد او د کورنیو چارو چارسمبالی جنرال مسعود اندرابي په کندوز ښار کې له طالبانو سره د روانې جګړې د ارزونې لپاره دغه ولایت ته تللي دي.
طالبان ادعا کوي، چې د ښار دننه بریدونه روان دي او دولتي ځواکونو ته یې تلفات اړولي دي.
له کندوزه راپورونه وایي، چې د طالبانو په بریدونو کې د برښنا او ځینو مخابراتي شبکو فعالیتونه هم بند شوي دي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې هم په ملي وحدت حکومت کې کندوز ښار دوه ځله د طالبانو لخوا نیول شوی و.