بلخ @ps

طالبانو له کندوز وروسته پر پلخمري ښار بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۱۰) له کندوز وروسته د بغلان ولایت د پلخمري ښار پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې طالبانو د کرکر له غرونو څخه د بغلان ښار پر ځینو برخو بریدونه وکړل؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شوي دي.

د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ ولسوال صاحب زاده غفوري څرګنده کړې، چې اوس هم د دې ولایت د کیله ګي په اړوند سیمه کې له طالبانو سره نښته روانه ده.

روغتیایي سرچینو په ډاګه کړې، چې تر دې دمه اووه ټپیان او یو وژل شوي کس روغتون ته رالیږدول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې وسلوال طالبان د بغلان په دوه برخو کې دي؛ عملیاتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او طالبان یې محاصره کړي دي.  

طالبانو څرګنده کړې؛ په دې بریدونو کې د پلخمري ځینې سیمې نیول شوي، چې په کې  یو شمېر سرتېرو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ سهار وختي پر کندوز ښار له څلور خواوو ډله ییز بریدونه کړي، چې له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه ساعتونه روانه وه. کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې ځانګړیو افغان ځواکونو کندوز ښار له طالبانو پاک کړی او درنده مرګ و ژوبله وراوښتې ده.

Trending

Exit mobile version