بلخ @ps
طالبانو د هېواد زیاتره لویې لارې ناامنه کړي
طالبان په ناامنو ولایتونو کې د جګړې له پراخولو سره د ځینو لویو لارو څارنه هم تر لاسه کوي.همدا څو ورځې مخکي طالبان کندوز ښار او د بغلان مرکز پلخمري ته له ننوتو سره لارې هم بندې کړې او د افغان ځواکونو اکمالاتي لارې وتړل شوې.
ویل کیږي، چې د کابل شمال لار؛ د بغلان د دوشي ولسوالۍ د کیلګۍ ترسیمي نا امنه ده. دا راز له چشمه شیر نه تر پلخمري پورې د طالبانو د څارنې ساحه یادیږي او بلخ ولایت د بلخ له ولسوالۍ څخه د جوزجان تر بلخاب ولسوالۍ پورې نا امنه دي او طالبان وخت ناوخت دغلته د پلټنې پوستي جوړوي.
په شمال ختیځ کې د بغلان د حسن خېلو کلی، د جرخشک سیمه او د کندوز د چارتپې ولسوالۍ د چرخاب سیمه ناامنه ده.
طالبان د خان آباد ـ تخار لار هم وخت ناوخت د پوځیانو او ملکي وګړیو په وړاندې ناامنه کوي.
د کابل کندهار لویه لار د میدان وردګو د سید آباد له ولسوالۍ د شیخ آباد تر پوله ناامنه ده. د غزني کلات لویه لار هم په همدې ډول ده او طالبان په کې د تالاشیو پوستي لري.
د کابل ـ خوست او خوست ـ پکتیکا لویي لارې هم، چي پر لوګر او پکتیا تېرې شوي ناامنې دي او د اندېښني وړ یادیږي.
د کابل ـ ننګرهار لار په پرتلیز ډول امن ده؛ خو کله نا کله ګواښونه وي.
د هېواد په لویدیځ کې د هلمند ـ فراه او هرات ـ بادغیس لارې هم سختي ناامني دي.
امنیتي بنسټونه وایي؛ په دي ولایتونو کې امنیت بیا راځي او امنیتي ځواکونه د هغو سیمو چاڼ کوي، چې طالبان په کې حضور لري او یا هم ناامنه دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د دې لویو لارو د امنیت ساتنې لپاره پوستې جوړیږي.
د هوایي ځواکونو پخوانی قومندان عبدالوهاب وردګ ویلي، چې د طالبانو د جګړو دا شدت د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستو معنا لري.
له یوي مودې راپدیخوا د کابل ـ لویدیځ لویه لار د کابل ـ شمال ختیځ لاره ناامنه ده او په ځلونو په دې لویو لارو کې د دولتي ځواکونو قطارونه ګواښل شوي او په همدې لاره کې ملکیان هم اختطاف شوي دي.