بلخ @ps
طالبانو د تخار ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ ونیولې
د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي، چې امنیتي ځواکونو د ملکي زیانونو د مخنیوي لپاره له دې ولسوالۍ شاتګ کړی او د مرستندویو ځواکونو په رارسیدو به ژر تر ژره د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل شي.
هغه زیاته کړې، چې د دې ولسوالۍ په نښته کې د طالبانو د لایزري قطعې قومندان(امام الدین عثماني) له ۲۹ وسلوالو طالبانو سره وژل شوي او د سیمه ییزو پاڅونوالو پېنځه کسان ټپیان دي.
دغه راز د ولایتي شورا دوه غړیو هر یو عصمت الله قرباني او میر احمد قسیم منلي، چې د دې ولایت د درقد ولسوالي هم طالبانو نیولې او امنیتي ځواکونو ترې شاتګ کړی دی.
طالبانو د د دغو ولسوالیو نیول منلي او وایي، چې په دې ولسوالیو کې طالبانو په ډېر شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
د هېواد په شمال کې تخار ولایت یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې طالبان یې په لیرې پرتو ولسوالیو کې پراخې هڅې لري