تازه خبرونه

طالبان او له هغو سره خبرې مړې شوې-دونالد ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هوکړې ته د لاسرسي لپاره اوږدې هڅې او خبرې مړې شوي او له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پلان هم له اتلس کلونو جګړو وروسته منسوخ دی.

له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو دروازه وتړل شوه؛ دواړه لوري د هوکړې په درشل کې ول؛ خو اوس د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له مړینې خبر ورکوي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره هوکړه هم منسوخه بولي.

ترمپ ویلي؛ له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي؛ خو په مناسب وخت کې.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ترمپ، چې د دوشنبې پر ورځ( د وږي ۱۸/ د سپتمبر ۹) خبریالانو ته ویلي؛ هغوی مړه شوي؛ تر هغه ځایه، چې له ما سره تړاو لري، طالبان مړه شوي. هغوی فکر کاوه، چې د خلکو په وژلو به د مذاکراتو په میز کې ښه برلاسي وي. کله، چې هغوی د دې کار په تر سره کولو سره د یوه ښه امریکایي سرتېري په ګډون دولس تنه ووژل. هغوي نشي کولی له ما سره دا کار وکړي. تر کومه ځایه، چې له ما سره تړاو لري؛ هغوي مړه شوي دي.

هغه دغه راز وایي؛ طالبانو ته یې په تېرو څلور ورځو کې داسې درانده ګوزارونه ورکړي، چې تېرو لس کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی او په خبره یې وروسته له دې د امریکا لار همدا ده.

دغه راز هغه په کمپ دیود کې له طالبانو سره د کتلو په اړه وایي: تاسې پوهیږئ، چې جګړې په لیدنو پای مومي؛ له دې پرته هیوه جګړه هم پای ته نه رسیږي. مونږ یوه ناسته تنظیم کړې وه د خپلې مفکورې پر بنسټ او خپله مې لغو کړه. ما دا پرېکړه له هیچا سره شریکه نه کړه. ډېر ساده کله مې، چې واوریدل هغوي زمونږ یو سرتېری له دولس نورو بې ګناه خلکو سره وژلی؛ ما وویل، په هیڅ ډول دا کتنه نه کیږي.

د امریکا ولسمشر تل له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ویستو ټینګار کاوه؛ خو اوس له طالبانو سره د خبرو له پای ته رسیدو وروسته د ځواکونو د وتلو هوکړه هم بدله شوه.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د پوځونو په اړه وایي: ما د ټاکنیزو کمپاینونو له مهاله ویلي، چې غواړم ډېر ژر له افغانستان څخه ووځو. زمونږ سرتېري په افغانستان کې ښه دنده تر سره کوي؛ خو دا منطق، چې مونږ د پولیسو کار تر سره کاوه، ما مخکې په دې اړه خبرې درلودې. هوکې! مونږ غواړو له افغانستان ووځو؛ خو په مناسب او سم وخت کې به ووځو!

د امریکا د پوځونو د مرکزي قومندانۍ قومندان افغانستان ته په سفر کې ویلي، طالبانو د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستو لپاره له  خپلوخونړیو بریدونو سره دغو خبرو اترو ته زیان ورساوه. هغه په بګرام  پوځي اډه کې ټینګار کړی، چې د یاغیانو په وړاندې به د ځواکونو ستره برخه وکارول شي او هر ډول پوځي ګامونه به د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره مطابقت ولري.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version