تازه خبرونه
طالبانو سره صلیب ته امنیتي ډاډ څرګند کړ
طالبانو د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۲۴) په دې اړه خپله اعلامیه خپره کړې او څرګندوي، چې په افغانستان کې دغه بنسټ(آی سي آرسي) بیا له خپل پخواني امنیتي ډاډه برخمن شوی او کولی شي په ټول هېواد کې خپلې هڅې بیا پیل کړي.
د اعلامیې له مخې دغه پرېکړه په دوحه کې د طالبانو او آی سي آرسي د استازیو ترمنځ له خبرو اترو وروسته پلې شوې ده.
په اعلامیه کې ټولو طالب جنګیالو ته سپارښتنه شوې، چې د آی سي آرسي بشري هڅو ته دې د آسانتیاوو زمینه برابره؛ کارکوونکي او تجهیزات دې ورته خوندیتوب او ډاډمن شي.
د سره صلیب نړیوالې کمیتې سیمه ییز مشر شری خوان پیدرو هم په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې له طالبانو سره په دوحه کې دې هوکړې ته رسیدلي یو، چې دغه کمیته په افغانستان کې خپلې ناپېیلې هڅې روانې وساتي.
ښاغلي پیدرو زیاته کړې، چې دې بنسټ د طالبانو امنیتي ډاډ ستایلی او دا کار یې د جګړې په ډګرونو کې تر اغېزمنو کسانو د سره صلیب د کارکوونکیو رسیدل هم ډاډمن کړي دي.
طالبانو آی سي آرسي
طالبانو دغه بنسټ د روان کال له وري میاشتې څخه د واکسین د کمپاین پرمهال پر مشکوک حرکت تورن او دا ګواښ یې کړی و، چې په افغانستان کې دې خپلې هڅې ودروي.