بلخ @ps
طالبان په کندوز کې موازي حکومت کوي- ولایتي شورا
په کندوز ښار کې د طالبان د برید له ماتولو وروسته طالبان تراوسه هم د کندوز ښار په څنډو کې فعالیت کوي.
د کندوز ولایتي شورا د دغه ولایت له اوسني وضعیته وېره لري.
د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبان په ښار کې له شرکتونو، موسسو، برښنا او سوداګرو عواید راټولوي.
د کندوز د ولایتي شورا غړي اسدالله سادات ویلي؛ د قلعه زال په ګډون د څو ولسوالیو مرکزونه د دولت تر ادارې لاندې دي؛ خو د ولسواليو نورې برخې بیا طالبان اداره کوي.
د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وایي، د طالبانو هڅې ورځ تر بلې پراخیږي.
د کندز والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، ژر به د وسلوالو پرضد عملیات پيل شي.
په کندوز ښار کې د وسلوالو طالبانو له برید وروسته تر اوسه هم طالبان د ښار په څنډو کې شتوالی لري او له دوه اوونیو را پدیخوا د کندوز ـ تخار لار د طالبانو د پلټنو له کبله تړل شوې ده.