تازه خبرونه

طالبانو د لوګر ولایت د محمدآغې اړوند ښوونځي وتړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ﺩ ﻟﻮﻛﺮ ﭘﻪ ﻣﺤﻤﺪﺁغه ﻭﻟﺴﻮالۍ کې وسلوالو ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ښوونځیو آمرینو ته ویلي؛ تر هغې به د دغو سیمو ټول ښوونځي تړلي وي، چې له اړوند سیمې د سیمه ییزو پولیسو پوستې ټولې شوې نه وي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی ناصر غیرت وایي؛ تېره ورځ په سیمه کې وسلوالو طالبانو د قومي شورا ګانو مشرانو ته سپارښتنه کړې: تر هغې به ماشومان زدکړو ته نه پرېښودل کیږي، چې د سیمه ییزو پولیسو پوستې ټولې شوې نه وي.

د لوګر د پوهنې ريیس عبدالولي کلیوال آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو د پوستو له کبله نن ښوونځي تړلي دي.

هغه دا هم ویلي؛ له طالب مشرانو سره یې خبرې روانې کړي، چې یاد ښوونځي بېرته ژر خلاص کړي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت د محمدآغه ولسوالۍ د ښونځیو تړل له طالبانو سره هیڅ راز تړاو نلري. دا ګام د سیمې د خلکو لخوا اخیستل شوی، چې د خلکو په شخصي کورونو او ملکیتونو کې پوستې جوړې شوي او د خلکو ژوند يې تریخ کړی دی.

Trending

Exit mobile version