بلخ @ps

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونه ښوونځیو دروازې تړلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو لسګونه ښوونځي په دې دلیل، چې ور څخه د رای ورکولو د مرکزونو او محلونو په توګه کار اخیستل کیږي؛ تړلي دي.

پوهنې وزارت دغه وضعیت د اندېښنې وړ بولي او څرګندوي، چې امنیتي بنسټونه یې له دغو ګواښونو خبر کړي دي.

طالبانو پوهنیز نظام ته مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې له دې بهیر لیرې پاتې شي او د ټاکنو پر ورځ ترې د رای ورکولو د مرکزونو او محلونو په توګه کار وانخیستل شي.

تازه طالبانو د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې ۶۲، په تخار کې ۲۹ ، په کندوز کې ۲۲ ښوونځي تړلي دي او نږدې ۶۰ نور ښوونځي په دې دوه ولایتونو کې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس یوسف ایوبي وایي؛ کله ، چې دولت غواړي ټاکنې تر سره کړي، لومړی باید د ټاکنو امنیت ونیسي او د امنیت خوندیتوب د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده.          

په سویل ختیځ پکتیا ولایت په ځانګړي توګه زرمت ولسوالۍ کې ځینې کلي د طالبانو تر کنترول لاندې دي او خلک د امنیتي وضعیت او د رای ورکولو پر ورځ د ښوونځیو د امنیت په احتمالي خرابوالي اندېښمن دي.

د پوهنې وزارت لوړپوړی سلاکار دستگیرمنیر ویلي؛ د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې ځینې ښوونځي، چې د رای ورکولو مرکزونه او محلونه په کې ول، نږدې څلویښت میلیون افغانۍ تاواني شوي دي. تر اوسه کمیسیون په دې اړه کار نه دی کړی.

اوس یې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم ښوونځي ټاکلي او هم یې په جوماتونو کې د رای ورکولو مرکزونه فعال کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د رای ورکولو د مرکزونو امنیت د امنیتي بنسټونو کار دی او په دې اړه امنیتي بنسټونه له کمیسیون سره ژمنه لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات ټینګار کړی، چې تخنیکي چارې د کمیسیون او امني هغ د امنیتي ځواکونو کار دی.

له ټاکنو پرته هم د هېواد په ځینو سیمو کې د ناامنیو په دلیل د لسګونه ښوونځیو دروازې تړلي دي او ځینې ښوونځي اوس هم یا د وسلوالو مخالفانو او یا هم دولتي ځواکونو لخوا د جګړې د سنګرونو په توګه کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې تېره ورځ په ډاګه کړې وه، چې د لوګر ولایت د محمدآغه ولسوالۍ د ښونځیو تړل له طالبانو سره هیڅ راز تړاو نلري. دا ګام د سیمې د خلکو لخوا اخیستل شوی، چې د خلکو په شخصي کورونو او ملکیتونو کې حکومتي پوستې جوړې شوي او د خلکو ژوند يې تریخ کړی دی.

خبریال:علی جواد اصغری

Trending

Exit mobile version