تازه خبرونه

طالبانو په غور ولایت کې درې وروڼه وژلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له حکومت سره د همکارۍ پر تور پر درې وروڼو ډزې کړي او هغوی یې وژلي دي.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې یو له دې وروڼو د حکومت کارکوونکی او بل ښوونکی او درېیم کروندګر و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پر دغو کسانو د دوشنبې پر ورځ( د تلې لومړۍ) د یادې ولسوالۍ په مرکز کې وسلوال برد شوی دی.  

حکومتي سرچینو دا هم څرګنده کړې؛ برید کوونکي د حکمتیارد حزب اسلامي غړي دي، چې څو میاشتې وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې له زندان څخه خوشې شوي دي.

طالبانو او حزب اسلامي تر دې دمه د دغې خونړۍ پېښې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version