بلخ @ps

طالبانو په پروان ولایت کې ۱۵ ټاکنیز ناظران تښتولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په پروان کې د ټاکنو سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې طالبانو د دې ولایت ۱۵ ټاکنیز ناظران تښتولي دي.

د پروان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالقهار وهاب ساپي آریانا نیوز ته ویلي؛ طالبانو د ټاکنو کمیسیون ۷، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یو او پاتې نور تښتول شوي ۷ ناظران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو دي.

د والي ویانده وحیده شهکار منلې، چې ۱۵ ناظران د دې ولایت له شینوار ولسوالۍ تښتول شوي؛ خو وایي؛ یوازې د ټاکنیزو کمیسیونونو اته ناظران هغه مهال طالبانو وتښتول، چې د خپلو کورونو پر لوري روان ول.

میرمن شهکار دا هم ویلي، چې د سیمې قومي مشرانو او سپینږیرو د دغو ناظرانو د خوشې کولو په اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړي. که طالبانو ناظران د منځګړیو په غوښتنه خوشې نکړل؛ نو پوځي زور به یې پر ضد وکارول شي.   

په پروان ولایت کې شینوار ولسوالي یوه له ناامنو ولسواليو څخه ده، چې طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version