تازه خبرونه

طالبانو د سولې خبرو ته جدي چمتووالی ښکاره کړی- پخوانی جهادي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پخواني جهادي او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان څرګنده کړې، چې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته جدي چمتووالی ښکاره کړی دی.

وسلوال طالبان او امریکا د سولې د په ټپه دریدلو خبرو د بیا پیلولو په لټه کې دي؛ خو په افغان حکومت  کې د سولې د خبرو په اړه بېلابېل اندي غبرګونونه را پاریدلي دي.

پخوانی جهادي رهبر محمد اسماعیل خان وايي، چې وسلوال طالبان سولې ته چمتو دي؛ خو حکومت د سولې مخنیوی کوي او خنډونه جوړوي.

پخوانی جهادي مشر او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان وایي: حکومت تل د سولې بهیر خنډ شوی دی او مخنیوی یې کوي. په داسې حال کې، چې بهرنیو چارو وزارت سم دریځ څرګند کړی دی. له طالبانو څخه د پاکستان تود هرکلي نوي هیلې راټوکولي دي.

دغه راز د سولې عالي شورا غړي دین محمد ويلي، چې له پاکستانيو چارواکو سره د طالبانو د لیدنې په اړه د افغان حکومت اختلافي دریځ هغو ته مشروعیت وربښي.

د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد په ډاګه کړې، چې ارګ او بهرنیو چارو وزارت دې د افغانستان پت او عزت خوندي کړي؛ دا په ملي مسایلو کې د دوی ژور اختلاف دی، راپورته شوی دی.  

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د (نامسولانه) څرګندونو له کبله له دندې ګوښه کړی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې د نوی ویاند تر ټاکل کیدو پورې به د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب د ویاند د دفتر سرپرستې کوي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار نبي مصداق څرګنده کړې، چې د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ دوه بېلابېل اندونه پای ته رسیدلي او په دې اند دي، چې طالبان دې لومړی اوربند وکړي او بیا دې خبرو ته راودانګي.

وسلوالو طالبانو د افغان حکومت اختلافي دریځ ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې هیڅ کله به له حکومت سره خبرو ته حاضر نشي؛ خو غواړي له ټولو سیاسي جریانونو سره خبرې وکړي.

داسې ویل کیږي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ  خبرو ته د زمینې د برابرولو لپاره په چین کې هم غونډه وشي.

Trending

Exit mobile version