تازه خبرونه
طالبان باید تلپاتې سولې ته ژمن وي-ناتو
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې مونږ د سولې د خبرو اترو له بیا پیل هر کلی کوو؛ خو طالبان هم باید لیوالتیا وښیي، چې په مذاکراتو کې رښتنی عمل کوي.
د ناتو سرمنشي د افغانستان جګړه د شمالي اتلانتیک تر ټولو مهم ماموریت ګڼي.؛ هغه جګړه، چې په ښکاره یې دواړه لوري ستړي کړي او دواړو لوريو د سولي د خبرو اترو د بیا پیل لپاره نرم سیاست غوره کړی دی.
د ناتوسرمنشي لندن ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې، چې طالبان سولي ته د رسیدو لپاره ژمن ندي؛ تاوتریخوالی روان ساتي او جګړه نه دروې. دا د دې ښکاروندویي کوي، چي طالبان تل پاتې سولي ته د رسیدو لپاره ژمن ندي. اړتیا ده، چې د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره یو قاطع او د باور وړ تضیمن ولرو.
هغه دا ټینګار هم کړی، چې له خپلو متحدینو سره به په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه روانه وساتي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ناتو او متحدین یې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره اوږه پر اوږه کار کوي، چې د نړیوالو ترهګرو پر وړاندې مبارزه بشپړه او د تل پاتې سولې لپاره شرایط برابر شي.
په داسي حال کې ده، چې طالبانو له ټاکنو وروسته رامنځته شوي حکومت سره د یو اړخ په توګه له خبرو کولو خپل ډاد څرګند کړی دی.