تازه خبرونه

طالبانو په روزګان کې ۸۰ سرتېري محاصره کړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د روزګان والي وايي، لس ورځې مخکې طالبانو د ګیزاب  ولسوالۍ پر بېلابېلو برخو پراخ برید کړي اوله پېنځه ورځو راپدیخوا اتیا پوځیان د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

طالبانو د روزګان پر نیولو تمرکز کړی او له افغان ځواکونو سره یې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې سختې جګړې کړې دي.

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید ویلي، چې طالبان لس ورځې مخکې له نورو سیمو را ټول شول او د ګیزاب پر ولسوالۍ یې برید وکړ او وروسته اتیا افغان پوځیان محاصره شول او له دې پېښې پېنځه ورځې تېریږي.

 دی زیاتوي؛ طالبان هڅه کوي، چې دا ولایت پر خپلې اصلي اډې بدل کړي.

د روزګان والي د څرګندونو له مخې؛ طالبان غواړي د خپلې جنګي قومندې لپاره دا ولایت خپله اصلي اډه کړي او څو ځله یې د دې ولایت د نیولو هڅې هم کړې دي.

د روزګان شل سلنه خاوره د طالبانو تر بشپړ کنترول لاندې ده او په نورو سیمو کې هم کله نا کله هڅې تر سره کوي او د یوې یا دوه پوستو له نیولو سره پوځي تجهیزات تر لاسه کوي او بېرته تښتي.

Trending

Exit mobile version