تازه خبرونه
طالبانو زلمي خلیلزاد ته د ۸۲ طالب زندانیانو نوملړ سپارلی
د افغانستان سولې په بهیر کې یوه نوې دروازه پرانیستل شوې، چې پر پرمختګ یې یوازې خلیلزاد او طالبانو هوکړه کړې او د افغان حکومت پر مزاج چندان ښه نده لګېدلې.
داسې ښکاري، چې د حقاني شبکې له منګولو څخه د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خلاصولو لپاره زلمی خلیلزاد د ۸۲ طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره کابل ته راغلی وي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، په دې ۸۲ کسانو کې د طالبانو بندیان په درې برخو وېشل شوي، چې ځينې یې د بګرام، ځینې یې د څرخي پله په زندانونو او پاتې نور یې په کابل ښار کې د امنیتي بنسټونو تر کلکې څارنې لاندې بندیان دي، چې ډېر یې د طالبانو کلیدي چارواکي دي.
سیاسي فعال وحید مژده ویلي؛ په دې نوملړ کې د طالبانو والیان، قومندانان او کلیدي څېرې د انس حقاني او حافظ رشید په ګډون شته، چې د بګرام، څرخي پله او ملي امنیت په زندانونو کې بندیان دي.
په داسې حال کې، چې خلیلزاد د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه بندي استادانو د خلاصولو په هڅه کې دی؛ د ملي امنیت شورا سلاکار په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي او د سولې په بهیر کې یې پر ملي او سیمه ییزې اجماع ټینګار کړی دی.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره د دې بندیانو د خلاصولو غوښتنه راپورته کړې، چې وکړای شي د سولې خبرو اترو بیا پیل آسانه کړي.
نړۍ د سولې په بهیر کې د زلمي خلیلزاد او افغان حکومت د تازه اقدام په تمه ده.
ناتو هم ویلي، ناتو د افغانستان په اړه هره نوې پرېکړه د خپلو متحدینو په مشوره کوي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې که ناتو په افغانستان او یا بل ځای کې د یوه ستر او یا نوي ماموریت لپاره نوې پرېکړه وکړي؛ مونږ د ټولو متحدینو هوکړې ته اړتیا لرو.
مخکې له دې زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې د طالبانو له استازیو سره د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خلاصولو پر لارو چارو خبرې کړې وې.
باور کیږي، چې پاکستان ته د زلمي خلیلزاد وروستی سفر او د هغه هېواد د پوځ له لوی درستیز سره یې لیدنه له همدې مورد لیرې نده.