بلخ @ps
طالبانو بیا پر مرکزي بغلان ولسوالی برید کړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
مسوولین وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه یو ځل بیا د بغلان ولایت پر مرکزي بغلان ولسوالی برید وکړ.
د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وایي، په دغه برید کی اته وسلوال وژل شوي او ۱۷ نورټپیان دي.
هغه زیاتوي، په وژل شویو کی د طالبانو دوه مهم قومندانان او په ټپیانو کې د بغلان له پاره د طالبانو والی هم شامل دی.
سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبان د مرکزي بغلان د ښارپه څنډو کی ځای پرځای شوي او د شمال ختیځ لویه لار تر ګواښ لاندې راولي او تلاشي کوي.
له دوه ورځو را په دیخوا وسلوالو پر یادې ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړي دي.