بلخ @ps
طالبانو په بلخ کې د فاریاب د ځانګړې قطعې قومندان وژلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بلخ د شولګرې امنیه قومندان سید عارف اقبالي آریانا نیوز ته ویلي؛ د فاریاب ولایت د ځانګړې قطعې قومندان محمد خان احمدي له درې نورو کسانو سره تېره شپه د شولګرې په سیاه آب کلي کې د طالبانو لخوا پر مرمیو ویشتل شوی او دوه نور ملګري یې ژوندي نیول شوي دي.
بلخ په شمال ولایتونو کې له نسبې امنیته برخمن ولایت دی؛ خو په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.