تازه خبرونه

طالبان او امریکایان د هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي- سهیل شاهین

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې په لنډو ورځو کې به د امریکایانو او طالبانو تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او ویاند سهیل شاهین څرګنده کړې، چې د سولې دا هوکړه لیک به په دوحه کې د ۲۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نړیوالو سازمانونو په شتوالي کې لاسلیک شي.

سرچینو ویلي، د تاوتریخوالي د کمیدو او اوربند تر څنګ، دواړه لوري په دې اړه، چې کوم هېوادونه او سازمانونه به د هوکړې د لاسلیک ضمانت وکړي؛ نن دوشنبه( د لیندۍ ۱۸) هم پرې خبرې روانې دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، دا هوکړه لیک ښایي تر دوه اوونیو پورې په دوحه کې لاسلیک شي.

ځینو امریکایي چارواکو هم رسنیو ته ویلي، د طالبانو پر سنګرونو د بهرنیو ځواکونو د شپنیو بریدونو او دغه راز پرامریکایي پوځي اډو د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او چاودنو دریدل په روانو خبرو اترو کې شامل دي. د دغو سرچینو پر وینا، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر طالبانو ته د هغو امریکایي پوځي اډو شمېر او موقعیت ورکړی، چې پرې دا ډله برید ونکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، چې د هوکړې له لاسلیک سره سم به له افغانستان څخه بهرني پوځیان وځي او بریدونه پرې نه کیږي. بیا به د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل او پر کورنیو مسایلو به بحث کیږي.

ناتو، چې دا مهال په افغانستان کې زرګونه سرتېري لري؛ هیله من دي، چې دا هڅې باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل سبب شي، چې افغانان مخامخ پر نورو پړاوونو خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ناتو ملکي سفیر نیکولاس کې ویلي؛ هیله من یو، چې ژر هوکړې ته ورسیږو او په پایله کې خبرې اترې د افغان حکومت، طالبانو او نورو ښکېلو افغان لوریو تر منځ پیل شي او خپلې ستونزې حل کړي.

طالبانو ویلي، چې له امریکا سره هرډول اوربند له افغان حکومت سره د اوربند معنا نلري او د تاوتریخوالي کمی د افغانانو له ناستو سره تړلی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، چې دا خبرې باید د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته لار خلاصه کړي.           

ټاکل شوې د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو خبرې راتلوونکیو ورځو کې هم دوام وکړي؛ خو تمه ده، چې د دې پړاو خبرې اترې وروستۍ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر اشرف غنې د آسیا زړه هېوتادونو په اتمه ناسته کې غوښتنه وکړه، چې د سیمې هېوادونه دې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version