تازه خبرونه
طالبانو په ننګرهار ولایت کې ۳۱ روغتیایي مرکزونه تړلي
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي: د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات د ای ای دي ای په نوم یوې قراردادي انجو ټیکه کړي، چې روغتیايي خدمات یې په نیشت حساب دي او دوی په دې خاطر د دغو کلینیکونو دروازې تړلي، چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو انګړونو ته پر ورتګ له تکلیفه خلاص شي.
نوموړي زیاته کړې: یاده انجو روغتیايي مرکزونو ته درمل او د کارکوونکیو معاشات پخپل وخت نه ورکوي او هڅه کوي، چې د وزارت او نړیوالو خیریه ادارو له خوا دوی ته د خدمتونو لپاره ورکول کیثدونکې پیسې په یوه او بله بهانه غلا کړي.
په ننګرهار کې د ای ای دي ای انجو مشر قاسم نوري تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
خبریال: رحمت الله زیارمل