Connect with us

تازه خبرونه

طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی لری-قریشي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی ښودلی دی.

د تاوتریخوالي د کمولو په اړه په پاکستان کې د طالب مشرانو ترمنځ له سلا مشورو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته سلا شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګنده کړې؛ د سولې خبرو په اړه د پام وړ پرمختګ شوی او طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو سلا شوي دي. دا د سولې لپاره یو مهم ګام دی. پاکستان په دې برخه کې خپل مسوولیت تر ډېره پر ځای کړی او مونږ غواړو، چې په ټوله سیمه کې ثبات راشي.

شا محمود قریشي زیاته کړې، چې د طالبانو دغه ګام به افغانان سولې ته څو ګامه ورنږدې کړي؛ خو افغان حکومت ويلي، چې د تاوتریخوالي کموالی حقوقي معنا نلري؛ نو، ځکه په بشپړ اوربند ټينګار کوي.

د سولې په برخه کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي، چې په قطر کې د طالب استازیو او امریکايي پلاوي په خبرو کې د پام وړ  پرمختګ ندی شوی.

د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي په دې باور دی، چې د تاوتریخوالي کمول حقوقي اړخ نلري او هیڅوک یې په ټينګولو ځان مکلف نه ګڼي.

طالبانو ته نږدې سرچینو هم ويلي، چې طالبان به هغه وخت په لویو ښارونو او لویو لارو کې د تاوتریخوالي د کمولو اعلان وکړي، چې په لس ورځو کې د ننه امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د سولې د دغې هوکړې له مخې به له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو ته هم لاره اواره شي.

تازه خبرونه

ولس د استخباراتي کړیو د  توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نورالله‌نوري

نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.  نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت په‌خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه‌ورکوي.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته ویلي: اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي کړۍ پر بېلابېلو نومونو غواړي زمونږ د هېواد امنیت اخلال کړي.

نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.  نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت په‌خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه‌ورکوي.

دغه راز ځایي مشرانو او خلکو جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده.

دوی وایي: په هېواد کې د ملي یووالي او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې ټول هېوادوال د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او هغه اشخاص ،چې هڅه کوي په هېواد کې دهشت او وحشت ته لمن ووهې مخه یې ونیول شي.

ویل کیږي، چې په ډې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال نورمحمد حقاني، د استخباراتو ریاست استازي اختر شاه هاشمي، د بدخشان ولایت والي محمد اسماعیل غزنوي، ځایی قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ

په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري تخار ته د خپل سفر پر مهال د سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو، عالمانو او د دې ولایت اوسېدونکو په یوه پراخه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.

هغه ټینګار کړی، چې اوسني نظام د افغانستان د خلکو د عقیدې، کلتور او ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوی او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې د پیاوړتیا او دوام لپاره یې متحد پاتې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي: «نن ټول افغانستان له امنیت برخمن دی؛ داسې آزادي لرو، چې په نړۍ کې ساری نه‌لري او د ملي یووالي داسې شاهدان یوو، چې په تاریخ کې یې ‌ساری کم دی.»

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان اوسنی نظام د خلکو د جهاد، ملاتړ او سرښندنو پایله ده او دا نظام د نوموړي د څرګندونو له مخې د خلکو له عقیدې او کلتور برخمن دی.

د سرحدونو وزیر ټینګار کړی: اسلامي امارت د جګړې اراده نه‌لري؛ خو که ګواښ ورته رامنځته شي، د هېواد دفاع «فرض عین» ګڼي او د افغانستان له هرې لوېشتې خاورې به دفاع کېږي.

د غونډې ګډونوالو او قومي مشرانو هم په دې غونډه کې له اوسني نظام ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد ساتنه او د خلکو ملاتړ د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

ویل کیږي، چې خلکو د ګواښونو پر وړاندې پر درېدا ټینګار وکړ او د هېواد د ثبات او امنیت د ساتلوغوښتونکي شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

Published

on

د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې پاکستانیو چارواکو له افغانستان سره د نښتو له زیاتېدا وروسته د افغان کډوالو خپل‌سرې نیونې، چاپې او جبري ایستل ډېر کړي دي.

د یاد راپور له مخې؛ زرګونه افغان کډوال په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

راپور زیاته کړې، چې د پاکستان پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې کور پر کور عملیات، شپنۍ تلاشي او له حکم پرته نیونې ترسره او افغان کډوال پر نښه کړي دي. ان داسې کسان هم نیول شوي، چې د باور وړ ویزې یې لرلې.

دې بنسټ زیاته کړې؛ یوازې په ۲۰۲۶ ز.کال کې له پاکستان څخه له ۱۴۶ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي او دا بهیر د اپرېل له پیل راپدېخوا نور هم چټک شوی دی.

په راپور کې له کډوالو څخه د رشوت اخیستو پېښوته هم نغوته شوې او ویل کیږي: هغه کسان، چې د پیسو ورکولو وس نه‌لري نیول کېږي او جبري ایستل کېږي.

د بشري حقونو د څار دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې ډېری بېرته ستنېدونکي؛ په ځانګړي توګه خبریالان، د بشري حقونو هڅاند او د پخواني حکومت اړوند کسان له څارنې، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دې بنسټ ټینګار کړی؛ د کډوالو جبري ایستل ان له نړیوالو ژمنو څخه د پاکستان سرغړونه ګڼل کېدی شي او له دې هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!