تازه خبرونه

طالبانو اوس هم له القاعده سره ژورې اړیکې ساتلي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۳۹۸)

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیتې موندنې ښیي، چې د سولې خبرو اترو بهیر ته له کتو سره، سره القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري؛ پوځي او مذهبي روزونکي یې ورته چمتو کړي دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي، چې القاعده شبکې اوس له طالبانو مالي ملاتړ زیات کړی او دا د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو د پیلیدو پر وړاندې یو خنډ دی.

له القاعده شبکې او نورو توند لارو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون په قطر کې د دوحې د خبرو اترو مهمه برخه ده؛ خو د ملګرو ملتونو ټولنې د بندیزونو کمیتې موندنې ښیي، چې د امریکا او طالبانو خبرو اترو ته په کتو طالبانو اوس هم په افغانستان کې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نږدې ساتلي دي.

د دې راپور له مخې؛ القاعده اندېښمنه ده، چې طالب مشرانو د سولې پر خبرو ډېر راوڅرخیدل او هڅه کوي، چې له طالبانو د مالي ملاتړ په زیاتولو پرینږدي، چې دا ډله له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي.

د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو انستیتوت مشر تمیم عاصي ویلي: امریکایانو د طالبانو طرحه لوستې؛ جنرال سکات میلر یو لړ تازه وړاندیزونه، غوښتنې او اړتیاوې طالبانو ته وړي دي.

بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د طالب مشرانو سلا مشورې د امریکا په دې وړاندیز پایلې ته نه دي رسیدلي چې له دې ډلې د اوږد مهال لپاره د تاوتریخوالي بندېدل غواړي. خو ځینو بهرنیو رسنیو بیا ویلي چې طالانو له امریکا سره سلا کړې که د سولې هوکړه لیک لاسلیک کیږي، په امریکایي ځواکونو به بریدونه دریږي او په افغان ځواکونو به کمیږي.

د طالبانو په واکمني کې لوی څارنوال جلال‌الدین شینواري ویلي؛ طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې، چې پر امریکایي ځواکونو بریدونه ودروي او پر حکومتي ځواکونو هم بریدونه کم کړي؛ خو طالبانو تر دې دمه په رسمي بڼه څه ندي ویلي.

ټاکل شوې زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له چارواکو سره له خبرو وروسته اسلام آباد ته  ولاړ شي او بیا به کابل ته راځي او له افغان چارواکو سره به د تاوتریخوالي د کمولو طرحه شریکوي. هغه طرحه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې نه مني؛ خو اجرائیه ریاست ترې ملاتړ کوي.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ څرګنده کړې، چې په افغانستان کې اوربند تلپاتې او باعزته سولې ته د رسیدو یوازنۍ لار ده.              که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ د اوربند پر ټینګښت یا د تاوتریخوالي پر کمیدو خبرې روانې دي؛ خو په وروستیو ورځو کې د افغان پر خاوره جګړو زور اخیستی. لکه، چې په څو وروستیو ورځو کې له طالبانو سره په نښتو کې لسګونه دولتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version