تازه خبرونه
طالبان باید د سولې لپاره خپله اراده ثابته کړي- عبدالله عبدالله
په تاوتریخوالي کې د اووه ورځني کموالي په اړه د طالبانو او امریکا هوکړه د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله له تاوده هرکلي سره مخ شوې او باوري شوی، چې دا کار سولې ته د رسیدو لپاره یو اړین ګام دی.
اجرائیه مشر د دوشنبې پر ورځ د سلواغې ۲۸ د وزیرانو شسورا په ناسته کې ویلي، چې د تاوتریخوالي د کمښت پلي کیدل ښکېلې خواوې پر سوله ډاډمنوي.
هغه ټينګار کړی، چې دواړه غاړې باید په رښتینې توګه د تاوتریخوالي د کمښت پلي کیدل ومني.
اجرائیه مشر داکتر عبدالله عبدالله له افغان ځواکونو وغوښتل، چې وسلوالو طالبانو ته د تاوتریخوالي د کمولو اراده وښيي او هغوی هم سولې ته باوري کړي.
داکترعبدالله هیله څرګندوي، چې د تاوتریخوالي اووه ورځنی کموالی به د افغانانو خپلمنځي خبرو او دایمي اوربند ته لار اواره کړي.
د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د روانې فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې لاسلیک شي. دا هوکړه به مشروطه وي او له مخې به یې طالبان باید ژمنه وکړي، چې د اووه لومړیو ورځو په بهیر کې به په افغغانستان کې تاوتریخوالی راکموي.
په تاوتریخوالي کې د اووه ورځني کموالي له پیل کیدو وروسته ټاکل شوې، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي؛ خو افغان حکومت تر اوسه له طالبانو سره د خبرو لپاره هر اړخیز پلاوی ندی ټاکلی.