تازه خبرونه

طالبان له شرط پرته د بندیانو آزادیدل غواړي

Published

on

طالب چارواکي، له خوشې کیدو وروسته سنګرونو ته د بندیانو بېرته د بېرته ورګرزیدنې ضمانت نکوي او له شرط پرته د بندیانو آزادیدل غواړي.

د سولې د هغې هوکړې له مخې، چې د قطر په دوحه کې لاسلیک شوې؛ امریکا او طالبانو د خپلمنځي خبرو لپاره د مارچ ۱۰ اعلام کړه؛ خو د حکومت او طالبانو تر منځ د ۶۰۰۰ بندیانو پر تبادلې د حکومت شرطونو دا کار وځنډاوه.

ولسمشر غني د ولسمشرۍ له لوړې یوه شپه مخکې د بندیانو پر نه خوشې کولو ټینګار کاوه؛ خو بیا یې لږ څه نرمښت ښکاره او سپارښتنه یې وکړه، چې ۱۵۰۰ طالب بندیان به د ځانګړیو شرایطو له مخې خوشې او ۳۵۰۰ نور به د خپلمنځي خبرو په بهیر کې خوشې کیږي.  

د حکومت دا شرطونه پر طالبانو ښه ونه لګیده او د بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې یې د حکومت د دې شرط له منلو ډډه وکړه، چې: له خوشې کیدو وروسته به سنګرونو ته د بندیانو بېرته نه ورګرزیدنه تضمینوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي په ډاګه کړې؛ د حکومت دا وروستی شرط د هوکړې له مخې د منلو ندی. یعنې مونږ له شرطه پرته د ۵۰۰۰ طالب بندیانو پر خوشې کیدو هوکړه کړې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له طالبانوسره مشروطه هوکړه نده شوې. په هغه هوکړه کې، چې د فبروري پر ۲۹ له امریکا سره لاسلیک شوې؛ ښکاره ویل شوي، چې له خپلمنځي خبرو مخکې به د باور د رامنځته کولو لپاره یو شمېر کړنې تر سره کیږي.

دغه راز په غزني کې د طالبانو یو شمېرقومندانانو ویلي؛ زمونږ مبارزین مجاهدین دي او تل یې په افغانستان کې د خپلواکۍ او اسلامي شریعت لپاره سرښندنې کړې دي.

 د طالبانو د نظام پخواني څارنوال جلال الدین شینواری څرګنده کړې، چې حکومت کولی شي پخپل هر حرکت د سولې بهیر اغېزمن کړي. کله، چې هوکړه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو پر خلاضون شوې وي؛ ستونزې رامنځته کول د څه لپاره دي؟!  

د ولسمشر سلاکار فضل فضلي ویلي، چې تر دې دمه یو طالب زنداني هم خوشې شوی ندی. د ولسمشر فرمان د بندیانو د خوشې کیدو په اړه مشروط دی او هغه شرطونه دادي:

لومړی شرط ـ د بندیانو خوشې کیدل مهالني دي، چې څلور پېنځه میاشتې وخت ته اړتیا ده.

دویم شرط ـ د طالبانو د هرې ډلې له خوشې کیدو سره باید په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید راټیټه شوې وي.

درېیم شرط ـ  د طالب بندیانو ۳۵۰۰ کسان به د خپلمنځي خبرو په بهیر کې خوشې شي، چې تر اوسه دا خبرې پیل شوې ندي.

د طالب بندیانو خلاصون  او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو د ځینو امریکایانو پر اند د کورنۍ جګړې وېره را منځته کړې ده.

د امریکا د ولسي جرګې غړی موبروکس ویلي: زه اټکل کوم؛ کله، چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، مونږ به د هغو پېښو لیدونکي وو، چې په ویتنام کې مو د وتو پر مهال رامنځته شوې وې. د جګړې لوري به هر یو د واک اخیستو او د افغانستان د ځینو برخو لاندې کولو لپاره هڅې وکړي. 

افغان حکومت د طالبانو اعلامیه د بندیانو د آزایېدو په تړاو د دې ډلې د ښه نیت نه څرګندیدل بللي او ویلي یې دي که طالبان مخالفت وکړي؛ هیڅ بندي به آزاد نشي.

Trending

Exit mobile version