تازه خبرونه

طالبان باید ضمانت وکړي، چې خوشې شوي بندیان جګړې ته نه ستنیږي- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۳۹۸)

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې زیاته کړې، چې طالبان باید د لاسلیک شوې هوکړې ټولې برخې پلې کړي.

هغه آریانا نیوز ته په ډاګه کړه؛ دا، چې د افغانستان راتلونکی نظام به جمهوریت وي او که امارت؛ په خپلمنځي خبرو کې پرېکړه پرې وکیږي او امریکا به په دې خبرو کې همکاره وي.  

هغه ټینګار کړی، چې د طالب زندانیانو له آزادۍ وروسته طالبان اړ دي، چې جګړې ته د هغو د بیا نه ستنیدو ضمانت وړاندې کړي.

هغه ټینګار کړی، چې په دې اړه ضمانت یوه اړتیا ده.

دا ناشونې ده، چې بندي خوشې شي او بیا بېرته د جګړې ډګر ته وروګرزي.

نوموړي زیاته کړې، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ اختلافات حل کیدونکي دي.

د زلمي خلیلزاد  د څرګندونو له مخې؛ په اوسني دولت کې به د داکتر عبدالله عبدالله او د هغه  دپلویانو  ځای ځایګی هم تثبیت شي.

د بندیانو له خوشې کیدو موخه داده، چې تاوتریخوالی او جګړه ودریږي. طالبانو هوکړه کړې، چې له یو افغان ټولګډونه پلاوي سره خپلمنځي خبرې پیل کړي او په افغانستان کې سوله رامنځته شي.

خلیلزاد په دې باور دی، چې مونږ نه د چا په خوښه راغلي یو او نه د چا په خوښخه له دې هېواده وځو.

نوموړي په دې باور دی، چې د افغانستان د سولې لپاره باید کابل او اسلام آباد ګډې خبرې اترې وکړي، چې یوې هوکړې ته ورسیږي او د دغو هېوادونو خاورې د یو او بل پر ضد ونه کارول شي.

Trending

Exit mobile version