تازه خبرونه
طالبانو برید کی ۱۱ افغان عسکر وژل شوي
د غور ولایت د شهرک ولسوالې په کمنج سیمه کې وسلوالو طالبانو تیره شپه د ۱۱ بجو شاوخوا د افغان ځواکونو پر یوه پوسته باندې برید ترسره کړې دې.
محمد کبیري د یاد ولایت د شهرک ولسوال وایي چې د دغه برید په پایله کې د کماندو ۶، د عامه نظم ۴ او د پولیسو ۱ عسکر وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د کبیری په وینا، ۱۵ طالب جګړه مار هم په دغه برید کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړې چې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو دوه ټانګونه سوزولي او یو بل یې له ځانه سره وړې دې.
وروسته له هغه چې د طالبانو یوه ۱۰۰ کسیزه ډله د یادې ولسوالې په کمنج کلې کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوه، دا د طالبانو لومړې برید و، چې پر افغان ځواکونو یې ترسره کړ.
طالبانو لاتراوسه د دغې پیښې په تړاو څه ندي ویلي.