تازه خبرونه

طالبانو سږکال ۵۰۱ یرغلیز او ۲۰ ځانمرګي بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

طالبانو د روان کال له پیله تر اوسه پر پوځي مرکزونو او اډو پېنځه سوه یو یرغلیز، شل ځانمرګي بریدونه او ۸۹۹ ماین چاودنې  کړي دي.

په دې ورځو کې د افغانستان د جګړو میدانونه د تېرو په پرتله ډېر تاوده شوي؛ خو ملي دفاع وزارت وایي، د ترهګرو د روزلو ټولې مدرسې په پاکستان کې تړل شوي او ترهګر د جګړې لپاره افغانستان ته راځي.

دا، چې جنګي وضعیت او د طالبانو د بریدونو څرنګوالی په دې کال کې څرنګه دی؛ د افغانستا د ملي دفاع وزارت د موندنو له مخې، د وري میاشتې له پیل تر اوسه طالبانو ۵۰۱ یرغلیز، ۲۰ ځانمرګي بریدونه او اته ۸۹۹ د ماین چاودنو پېښې تر سره کړي دي، چې په مقابل کې افغان خواکونو ۲۲۵۶ یرغلیز بریدونه، ۲۰۱۰۴ ځانګړي عملیات،۲۱۷شپنې عملیات او ۱۵۹۵ هوایي عملیات د ترهګرو د ځپلو لپاره تر سره کړي، چې په کې ۶۷۵۲ وسلوال مخالفین وژل شوي ۳۸۶۳ کسه ټپیان دي، چې په وژل شويو کې ۱۶۵ قومندانان او دغه راز ۱۰۶۴ داعشیان او ۲۲ د القاعده شبکې غړي دي.

 د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، طالبانو د امریکا لخوا د تګلارې د اعلام په درشل کې د ځواک ښودلو لپاره خپل بریدونه ډېر کړي؛ خو هغوی ماته خوړلې ده.

کومې ولسوالۍ، چې له لس ورځو څخه په کمه موده کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس پلاس شوي، د غور تېوره، د فاریاب کوهستان د پکتیا جاني خېل او د هلمند  ناوه ولسوالۍ دي؛ خو اته ولسوالۍ چې اوس هم د طالبانو تر کنترول لاندې دي(د هلمند دیشو او باغران، د زابل خاک افغان، د پکتیا جاني خېل او د بدخشان وردوج او یمګان).

پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند وایي، په ولسوالیو کې دې ځواکونه ډېر شي او کنه د ډېرو ولسوالیو د سقوط شاهدان به وو.       

په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې جګړې روانې دي او هرې هڅې د جګړې د غلي کولو لپاره پایله نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د افغانستان په تړاو نوې تګلاره په څو راروانو ورځو کې اعلانوي؛ خو اوس هم نه ده معلومه، چې دغه تګلاره به د جګړې اور مړ کړي او که نه؟

Trending

Exit mobile version