تازه خبرونه

طالبانو د افغان حکومت مرکچي هیئت له جوړښت سره مخالفت ښودلې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۳۹۹)

طالبان وایي چې د حکومت لخوا جوړ شوې هیئت، له امریکې سره د هوکړې خلاف دې، او دغه هیئت باید ټول اړخیزه او د ټولو خواوو په خوښه وګمارل شي.

د طالبانو د خبروینا لمخې، افغان حکومت کولې شي په خپلمنځي مذاکراتو کې، د ټولو نورو خواوو ترڅنګ، د یو طرف په څیر ګډون وکړي.

د طالبانو په دغه خبروینا کې ویل شوي، دا چې مرکچي ټیم د کابل ادارې لخوا وړاندې کیږي، د طالبانو د اصولي موقف او له امریکې سره د هوکړه پرخلاف ده، تل پاتې او ریښتینې سولې ته د رسیدو لپاره باید دغه ټیم د ټولو خواوو په تفاهم جوړ شي څو وکولې شي د ټولو استازیتوب وکړي، خو اوس لیدل کیږي چې نورې خواوې له دغه ټیم سره خوښ ندي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د جمعې پر ورځ په رسمي ډول د سولې د خپلمنځي مذاکراتو مرکچي پلاوې، د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي په مشرتابه، معرفي کړ.

له بلې خووا، د ملي امنیت شورا وايي چې طالبان د افغان دولت ۱۰۰۰ تنه بندیان نلري، نو ځکه یې په هیواد کې جګړو ته زور ورکړی او هڅه کوي چې نور کسان ونیسي. خو طالبان بیا وايي چې د افغان حکومت لخوا دوی ته د بندیانو نیمګړی نوملړ سپارلی دی.

د ویلو وړ ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې لمخې ټاکل شوې چې افغان حکومت پنځه زره طالبان له زندانونو خوشې کړي او بالمقابل به یې طالبان هم زر تنه بندیان له خپلو بندیخانو خوشې کوي.

همداراز ټاکل شوې وه چې د یکشنبې پر ورځ د طالبانو یو پلاوی د زندانیانو تبادلې لپاره کابل ته راشي، خو د دغه پلاوي راتګ بل وخت ته ځنډیدلی دې.

په همدې حال کې  ملي امنیت شورا وايي چې کابل ته د طالبانو یو پلاوی را روان دی، خو د نیټې په هکله یې څه نه وايي.

د طالبانو لخوا د دوې د مرکچي لس کسیزه پلاوي نومونه هم څرګند شوي دي، چې مولوی ضیا الدین واقف، مولوی عبدالحمید آخندزاده، حافظ عبدالقدیر، مولوی عبدالظاهر نعمان، مولوی عبدالفتاح فاتح، مولوی عبدالهادی آخندزاده، مولوی عبدالله رابط، مولوي صدیق الله خبیب، ذبیح الله نورانی و محمد نسیم هلال، د دغه پلاوي غړي دي.

باید وویل شي چې افغان حکومت په وار وار ټينګار کوي چې له خوشې کیدونکو طالبانو به ضمانت اخلي څو بیاځلي د جګړې ډګرونو ته ستانه نشي.

 

Trending

Exit mobile version