تازه خبرونه

طالبان د هغو ۱۵ قومندانانو خلاصون غواړي، چې په لویو بریدونو کې ښکېل ول

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغان مرکچي پلاوي غړې عبدالمتین بېګ وایي، دا قومندانان په لویو بریدونو کې لاس لري او که چیرې خوشي کړای شي، د ولایتونو د سقوط هڅه به وکړي.

بیګ زیاتوي، حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتووالی لري.

د پنځه زره طالب بندیانو خلاصون د امریکا او طالبانو د هوکړې مهم ټکی دې. د دغو بندیانو د خوشي کولو په موخه له څه مودې راهیسې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی له افغان حکومت سره په خبرو بوخت دی، خو دا بهیر له جدي ستونزې سره مخ شوی دې.

عبدالمتین بیګ، د افغانستان د مرکچي پلاوي غړې، وایي چې حکومت باور لري چې  د قومندانانو خوشي کول به د جګړې ډګر تود کړي او آن دا چې ځینې سیمې به سقوط شي، نو له همدې امله د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو تراوسه پایله نه ده ورکړې.

بلخوا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، په کابل کې به د طالبانو پلاوی ډېر پاتې نشي او که دواړه لوري ژر نتیجې ته ونرسیږي، پلاوی به له کابله ولاړ شي.

طالبان وایي، که څه هم د پېنځه زره طالب بندیانو خلاصون له کوم شرط پرته له امریکا سره په شوې هوکړه کې تضمین شوې؛ خو د افغانستان حکومت نوي شرطونه ایښي، چې طالبان یې نه مني.

 د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ جدي اختلاف، د بندیانو د خوشي کول او خپلمنځي خبرې تر نامعلومې مودې پورې ځنډولي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له امریکا سره له هوکړې مخکې امریکا ته د خپلو پېنځه زره بندیانو نوملړ د خوشي کولو په موخه سپارلی و، وروسته بیا حکومت اعلان وکړ، چې د بندیانو خلاصون به د مارچ پر ۳۱مه پیلیږي، خو اوس داسی بریښي چې په دې برخه کې جدي ستونزې اوس هم پخپل ځای پاتې دي.

Trending

Exit mobile version