تازه خبرونه
طالبانو ۲۰ حکومتي بندیان خوشي کړل
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین ویلي؛ په کندهار کې ۲۰ حکومتي بندیان سره صلیب ته سپارل شوي دي.
نوموړی مني، چې د افغانستان حکومت لخوا په ۳۰۰ خوشې شویو بندیانو کې ډېري طالبان دي او د دوی له نوملړ سره سمون لري.
د حکومت له خوا د طالب بندیانو د خوشي کولو په لړ کې د قطر د سیاسي دفتر ویاند ویلي؛ دوی هم شل حکومتي بندیان آزاد کړي او په کندهار کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارلي دي.
د طالبانو د نظام پخوانی لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي، دغه ۲۰ طالبان د ښه نیت له مخې خوشې شوي دي.
که څه هم طالبانو ډېر ځلې ویلي؛ د حکومت لخوا خوشې شوي بندیان نامعلوم کسان دي، خو اوس دا ډله وایي د کابل له زندانونو ډېر خوشي شوي کسان د دوی له نوملړ سره سم دي.
د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبرآغا وایي: دا بندیان د طالبانو د ځانګړي شوي نوملړ له مخې دي.
د افغانستان د سولې مرکز رییس خلیل ساپي څرګنده کړې؛ امریکا باید ښکېلې خواوې اړ کړي، چې خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.
د حکومت امنیت شورا ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د طالب د بندیانو درېیمه سل کسیزه ډله هم خوشي شوه، چې له دې سره د حکومت لخوا د خوشي شویو طالب بندیانو شمېر ۳۰۰ ته او د حکومت د خوشي شویو بندیانو شمېر ۲۰ ته ورسید.
د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې؛ باید د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیلیدو مخکې پېنځه زره طالب بندیان او زر حکومتي بندیان خوشي شي؛ خو دا بهیر هغه وخت له اختلافونو سره مل شو، چې د طالبانو تخنیکي پلاوی له حکومت څخه د دغې ډلې د پېنځلس مهمو قومندانانو د خوشي کیدو غوښتونکی شو.