تازه خبرونه
طالبان د اوربند غوښتنه ردوي او وایي، چې په خپلمنځي خبرو کې به پری بحث وشي
طالبانو د اوربند غوښتنه داسې ځواب کړې؛ پر اوربند به د افغانانو ترمنځ په خبرو کې بحث وشي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سوریې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که ۵ زره بندیان د افغانستان حکومت لخوا خوشي نشي، بله لاره یې د جګړې دوام دی.
ولسمشری په یوه اعلامیه کې ویلي؛ د ملي امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې ټینګار شوی، چې د حکومت د کړنلارې له مخې دې د طالب بندیانو خوشي کول روان وساتل شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د بندیانو خوشي کول ګونګ دي.
ولسمشر غني وایي: زه پر طالبانو غږ کوم، چې د ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او افغانستان د خلکو دغې حقمنې غوښتنې ته دی مثبت ځواب ووایي؛ جنګ دې ودروي او اوربند دی وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې اوربند د افغانانو ترمنځ د خبرو موضوع ده.
شاهین زیاتوي؛ که د دوی ۵ زره بندیان خوشي نشی، دوه یمه لار د جګړې دوام دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي: که دوی غواړي، چې د سولې مسئله له سیاسي لارې حل کړي؛ سمه لار یې همدا ده او له دې پرته، بله لار نظامي ده، چې دوی ۱۸ یا ۱۹ کاله پرې دریدلي دي.
له بلې خوا رونالد کوبیا، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی او وایي: “د بندیانو خوشي کول د تاوتریخوالي له کمولو سره غوره ده؛ خو دا بهیر به د اوربند له ټينګښت سره نور هم د منلو وړ وي. د طالب او حکومتي بندیانو له پوره خوشي کیدو مخکې باید د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
تر دی دمه، ۳۶۱ طلب بندیان د حکومت او ۴۰ حکومتي بندیان د طالبانو لخوا خوشې شوي دي؛ خو دواړه لوري د خوشي شویو کسانو په اړه پوښتنې لري. له همدې کبله، د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو خوشي کول درول شوي دي.