تازه خبرونه
طالبانو د هلمند پر ناوه ولسوالی برید کړی
د هلمند ناوه هغه ولسوالي ده، چې څوارلس ورځې وړاندې دولتي ځواکونو ونیوله؛ خو اوس د وسلوالو بریدونو زور اخیستی او د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه یي نیولې ده.
د دې ولايت دولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي امنيتي ځواکونه نشي کولى، چي د دې ولسوالي امنيت وساتي؛ ځکه په ګاونډ کي يې د مارجې، نادعلي او ګرمسير ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کي دي او هر کله، چي وغواړي ناوه ناامنه کولى شي.
د ناوې ولسوال آغا محمد تکړه وایي، چې د ولسوالۍ د مرکز په یو کیلومترۍ کې سخته جګړه روانه ده او که همداسی دوام وکړي؛ ښایي دا ولسوالي بېرته د دوی له لاسه ووځي.
ولسوال زیاتوي، د ولسوالی پر ودانۍ هم څو توغندي لګیدلي دي.
که څه هم هغه د مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوه بله امنیتي سرچینه وایي؛ په دې جګړه کې، چي نن سهار پیل شوې درې پولیس هم ټپیان شوي دی.
د هلمند والي وياند هم مني، چي طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي؛ خو زیاتوي، چي دوى يې د مخنيوي لپاره هلته په زيات شمېر تازه دمي سرتېري استولي دي.
هغه وايي په نویو بریدونو کې ١٥ وسلوال طالبان وژل شوي او پېنځه امنيتي سرتېري ټپيان دي.
د هلمند دناوې ولسوالي، چي نهه مياشتي د طالبانو په ولکه کي وه دوه اوونۍ مخکي دولتي ځواکونو ونيوله، چي اوس يې بيا پر مرکز تنده جګړه روانه ده .
خبریال: بريالۍ رحيمي