تازه خبرونه

طالبان د ولایتونو په نیولو کې پاتې راغلي- د ناتو سرمنشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د ناتو سرمنشي ویلي؛ د طالبانو هغه هیله، چې غوښتل یې د افغانستان ځینې سیمې او ولایتونه ونیسي؛ له خاورو سره خاورې شوې ده.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، ستونزې شته؛ خو باید ووایم، چې د طالبانو د تګلارې موخه د ولایتونو د مرکزونو نیول اوس ناشوني شوي دي. هغوی دا ځواک نه لري، چې پخپلو پرلپسې بریدونو افغان امنیتي ځواکونه له ماتې سرمخ  او پرمختګ وکړي.  

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل او افغان ځواکونه یوازې پریښودل به د طالبانو بری وي. په ناتو کې باورونه دادي، چې په دې هېواد کې د نړیوالې ټولنې د پوځي حضور بیه ګرانه ده؛ خو له دې هېواده وتل به ترې نور هم ګران پریوځي.

د ناتو سرمنشي زیاتوي؛ که ناتو افغانستان خوشې کړي، دا هېواد به د ترهګرو نړیوال مرکز شي.

په نويیمه لسیزه کې له افغانستان څخه زمونږ وتلو وښوده، چې دا هېواد د نړیوالو ترهګرو مرکز شو او ان د سپتمبر پر ۱۱ په امریکا کې نږدې درې زره کسه ووژل شول. مونږ نه غواړو، چې په نړۍ کې ورته کومه بله پېښه رامنځته شي؛ ځکه ، نو مونږ په افغانستان کې پاتې کیږو.  

دمګړۍ په افغانستان کې د ۳۹ هېوادونو ۱۳۰۰۰ نړیوال سرتېري د افغان ځواکونو پر روزنه، مشوره او ملاتړ اخته دي. ټاکل شوې، چې ۳ زره نور تازه دمې امریکایي سرتېري هم ورسره یوځای شي.  

خبریال: احمد فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version