تازه خبرونه

طالبان د روسیې له تېلو میاشتنی عاید تر لاسه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بریتانیا تایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې طالبان له روسیې څخه د تېلو کار و بار له لارې په میاشت دوه نیم میلیون دالر ترلاسه کوي.

تایمز ورځپاڼې دا ادعا هم کړې، چې د روسیې اسختبارات په ملاتړ د تېلو ډک ټانکرونه د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته راځي او بیا په وړیا توګه هغو خصوصي شرکتونو ته ورکول کېږي چې په اصل کې له طالبانو سره اړیکي لري.

ورځپاڼه څرګنده کړې،چې روسیې له طالبانو سره خپلې مرستې په دې وروستیو کې نورې هم  ډېرې کړي او غواړي، چې په افغانستان کې د داعش د پرمختګ مخه ونیسي.

دې  ورځپاڼې د افغانستان په غزني ولایت کې د طالبانو له یوه خزانه دار سره خبرې کړې  او هغه منلې، چې د روسیې لخوا د طالبانو ملاتړ کېږي.

د یاد خزاندار له قوله زیاتوي، چې د مرستې  او ملاتړ دا بهیر اتلس میاشتې وړانډې پيل شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د تایمز ورځپاڼې راپور او یاده مرکه دواړه رد کړي او یوه ملنډه بولي.

روسیې تل له طالبانو سره مرسته او خپل ملاتړ رد کړی او دا یې ویلي، چې د خپلو وګړیو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لري.

Trending

Exit mobile version