تازه خبرونه
طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فراه ولایتي شورا رییسه جمیله امیني وایي، طالبانو تېره شپه پر شېبکوه ولسوالۍ بریدونه پل کړل او په پای کې یې دا ولسوالي ونیوله.
د سیمې ځایي اوسیدونکي وايي، چې اوسمهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی.
د دوی په وينا؛ طالبانو د ولسوالۍ په مرکز کې لسګونه موترو ته اور ورته کړی او له منځه يې وړي او همدا راز يې زيات شمېر وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.
ویل کیږي، چې طالبانو تېره شپه پر شېبکوه ولسوالۍ سربېره د غزني شلګر ولسوالي هم نیولې ده. امنیتي چارواکو تر دې دمه د شېبکوه او د غزني د شلګر ولسوالیو د سقوط اړوند څه نه دي ويلي.